IQNA

په اسلامي نړۍ کې د زده‌کړې د وضعیت  بیاکتنې ته جدي اړتیا لري

14:52 - January 28, 2026
د خبر لمبر: 3492373
ایکنا - د «پتمن مسلمان » نړیوالې موسیسې په اسلامي نړۍ کې د زده‌کړې د وضعیت د بیاکتنې او جدي ارزونې غوښتنه کړې ده.

 ایکنانیوز د freemuslim له قوله  راپور را کړی، د جنورۍ له ۲۴ ، چې د زده‌کړې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د «پتمن مسلمان آزاده»نومې  نړیوالې ادارې  یوه اعلامیه خپره کړه او په اسلامي نړۍ کې ئې د ښوونې او روزنې د وضعیت د   بیاکتنې جدي غوښتنه وکړه.

ددغې موسیسې په اعلامیې کې  ټینګار شوی چې د اسلام له نظره، پوهه یوازې یو مدني حق نه دی، بلکې یوه دینی فریضه او اخلاقي مسئولیت دی، او دا پر هغو اسلامي ارزښتونو ولاړ دی چې پیغام ئې د «اقرأ» له کلمې سره پیل شوی دی.

دغه اعلامیه وائي؛ زده‌کړه یوازې د اسنادو ترلاسه کولو یا د معیشتي فرصتونو د ښه کولو لپاره نه ده، بلکې د افراطي ایئډیالوژیو پر وړاندې د مبارزې بنسټیزه وسیله او د عدم تشدد د فرهنګ او سوله‌ییز ګډ ژوند د رامنځته کولو تر ټولو مهمه لاره ده، په ځانګړي ډول په هغو ټولنو کې چې له اوږدې مودې راهیسې د جګړو، ناپوهۍ او شخړو له پایلو ځورېږي.

دې موسسیې  په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د وسله‌والو شخړو یا فلج کوونکو اقتصادي بحرانونو  له دباؤ سره مخ دي، د ښوونې او روزنې د برخې پر وړاندې د جدي ننګونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې موسیسې  پر دې ټینګار کړی چې د ټولنې د ټولو پرګنو لپاره باید د زده‌کړې حق پرته له هر ډول توپيره  تضمین شي، او ښځو یا لږکیو ته د دې حق نه ورکول ئې د اسلام له شخصي ارزښتونو او د زمانې له اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د مسلمانانو آزادې ټولنې همدارنګه د اسلامي هېوادونو د درسي نصابونو د بیاکتنې غوښتنه کړې، څو له کرکې خپرونې او  پراختیا څخه پاک شي او داسې وده ورکړل شي چې انتقادي تفکر، د نورو منل او د ټولنیزې سولې ارزښتونه پیاوړي کړي. دوي ټینګار کړی چې ښوونیز اصلاحات د باثباته او متوازنو ټولنو د جوړولو لپاره بنسټیز شرط دی.

له بلې خوا، دغې موسیسې  په جګړه‌یزو سیمو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر نښه کول غندلي او غوښتنه یې کړې چې ښوونیز بنسټونه باید له سیاسي او پوځي شخړو بې‌طرفه وساتل شي او د خوندي پناهځایونو په توګه ورته وکتل شي، ځکه د هغوی انساني او فکري ارزښت اجازت نه ورکوي چې تر برید لاندې راشي.

دغه اداره همدارنګه د ټیکنالوژۍ د چټکو پرمختګونو په رڼا کې، د ډیجیټلي او فکري بې‌سوادی د له منځه وړلو پر اهمیت ټینګار کوی او له اسلامي هېوادونو ئې غوښتي چې ډیجیټلي تشه ډکه کړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې راتلونکي نسلونه د نړیوال تمدن له کاروانه وروسته پاتې نه شي.

په پای کې، دې موسیسې ټینګار کړی چې په ښوونې او روزنې کې پانګونه تر ټولو خوندي او ارزښتمنه پانګونه ده، او خبرداری ئې ورکړی چې له دې برخې غفلت، د ناپوهۍ دروازې پرانیزي چې د تاوتریخوالي او افراط‌ګرایۍ د ودې لپاره غوره چاپېریال برابروي او په اسلامي ټولنو کې د سولې او پرمختګ هیلې کمزورې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4330655

captcha